ایکنانیوز له پاکستانه راپور راکړ،د پاکستان د اسلامی نظریاتي کونسل مشر قبله آیاز د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری سلایار مجید مشکي سره په دغې کتنې کې ددغې اسلامی نظریاتی کونسل د فعالیتونو په باب توضیحات وړاندې کړل او وې وئيل، ددغې شل غړي دي او یو مشر.ددغې شورا غړي،د اسلامی مذهبونو عالمان او نمایندګان دي او د هر اسلامی مذهب دوه عالمان د درې کلنې مودې لپاره ددغې شورا غړي ټاکل کیږي.او د پاکستان لومړی وزیر دغه شورا ټاکي، البه د درو کلونو لپاره خپلواکه فعالیتونه کوي او په دې مودې کې ئې د لیریکیدا امکان نه وي. نو ځکه په حکومت او پارلیمان کې هر تصویب شوی قانون چې له اسلامی شریعت سره سمون نخوري ، رد کیدلی شي ، توله فیصلې په یوه خوله او اتفاق ترسره کیږي.
پروفیسر قبله ایاد چې له دې مخکې د پيښور پوهنتون د اسلامیات څانګې مشر هم پاتې شوی دی،د ایران له کلتوری سلایار څخه د هغو ایرانیو اورګانونو په باب چې په پاکستان کې د اسلامی نظریاتي کونسل په څير فعالیتونه کوي ځیني پوښتنې هم مطرح کړې.
د پاکستان د اسلامی نظریاتي کونسل مشر دایران د پوهنتوني نظام او د اسلامی وحدت او یووالی لپاره د فعالیتونو هم ډيره قدرونه وکړه او وې وئيل، دپاکستان ډیری ځوانان دایران په پوهنتونو کې په اسلامی زده کړو بوخت دی او ایران دا ویاړ لری و چې داسلامی مذهبونو او نورو دینونو لپاره پوهنتون لري.
هغه په هند براعظمګي کې د فارسي ژبې تاریخي مخینې ته په اشارې سره ووئیل، د اتیایمې لسیزې پورې فارسي ژبه دپاکستان ددرسي متنونو یوه برخه وه ، او ګلستان و بوستان مو د درس په عنوان سره لوستلو.د شیعه او سني مکتبونو پشمول زیاتره دیني آثار هم په فارسي ژبه دي د پاکستان ملی ترانه هم په بشپړ ډول په فارسي ژبه ده . د اردو ژبې شپیته فیصده ټکي او کلمې له فراسي اخستل شوي دي . زیاتره پاکستانیان فارسي ژبې باندې پوهیږي، البته په وئیلو کې ئې تر یوه حده مشکلات لري.
ددغې کتنې په دوام ې د ایران کلتوري سلایار هم د کلتوری خبرواترو ناستې ته په اشارې سره ووئيل، راتلونکي کال به په ایران کې د کلتوري خبرواترو دوهم پړاؤ ترسره شي او د اسلامی هیوادونو متفکران او پوهان ددغو خبرواترو لپاره ایران ته بلل شوي دی او هیله مند یوو چې د یوشمیر پاکستانیو پوهانو او متفکرانو هم کوربه شو.
د پاکستان اسلامی نظریاتي کونسل یا شورا څه فعالیتوه کوي.؟
د پاکستان اسلامی نظریاتي کونسل یا شورا د قرآن او سنت په سیوري کې په دغه هیواد کې د واکمنو قوانینو باندې بیا کتنې او نظارت لپاره د پاکستان د اساسی قانون دیوې برخې په توګه اعلان شوې ده. د یوه مشورتي اورګان په توګه ، ددوي اصلي دنده دا ده چې دغه شان اقدامات په پارلیمان او صوبائي جرګو ته سفارش کړي څو د پاکستان مسلمانان د اسلامی تعلیماتو په اساس ژوند وکړي .ښاغلی قبله ایاز ددغې شورا اوسنی مشر دی .
دغه شورا حکومت او پارلیمان ته له اسلامی قوانینو سره اړونده وړاندیزونه او سپارښتنې کوي او دغه راز د حلالو خوړو د ګواهی نامې د صادرولو ،د درسي پروګرامونو دپلانونې رودو او د هغو دفکری او آئيديالوجیک بنیاد د ښودلو ،د اسلامی سیاست د رودو ، او پیغمبر اکرم(ص) د سیرت په سیوري کې د اوسمهال ارزښتونو په څير د اسلامی څیړاندو، د نظر خاوندانو په شتون سره ټیبل ټاک او سمینارونو ترسره کول په غاړه لري.
همداراز ددغې په دندو کې له اسلام سره په تضاد کې د قوانینو او داسلامی فقې او قوانینو په زمینې کې دڅيړنو او تحقیقاتو کلنۍ راپور ، او همداراز د مختلفو څیړنو او مقالاتو او د ورخې دمسئلو په اساس په مختلفو موضوعګانو څيړنې او د ضرورت په وخت ئې مقالو لیکل او دغه راز د اقتصاد اسلامی کولو ، ټولنیزو اصلاحاتو په باب سپارښتنې او راپورونو برابورل او د قوانیو او په رسیندویو کې اصلاحات ، تعلیم نظام سره اړونده وړاندیزونه او سپارښتنې او راپورونو ملی پارلیمان او حکومت ته وړانې کول شامل دي .